ذبیح الله مجاهد: د طالبانو تر ۲۰ زیات چارواکي په تورو لیستونو کې شامل دي

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې لا هم تر شلو ډېر طالب چارواکي د ملګروملتو، د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې په تور لیست کې شامل دي.

مجاهد پرون ځايي رسنیو ته وویل چې د طالبانو ۲۴ چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي اتحادیې په تور لیست کې دي او په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، نه یوازې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسته نه دي ایستل شوي؛ بلکې د څو نورو طالب چارواکو نومونه هم زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند وايي، باید د دوی د مشرانو نومونه ډېر مخکې له تورو لبیستونو ایستل شوي وای.

ده په تورو لیستونو کې د طالب مشرانو د نومونو شتون فشار وباله او ویې ویل چې د فشار پالېسي ګټه نه لري او یوازې د دوی له حکومت سره تعامل اوسنۍ ستونزې حل کولی شي.

په وروستیو دوه نیمو کلونو کې څو طالب چارواکي د نجونو او ښځو د حقونو په خاطر په تور لیست کې زیات شوي دي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړي او د بشري حقونو موسسې او مدافعان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.