د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون (سې شنبې) د داعش د غړیتوب په تور د ۱۴۷ تنو د نیونې خبر ورکړ.
علي یرلي کایا پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا کسان د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې په جلا جلا عملیاتوکې نیول شوي دي.
ده د نیول شویو کسانو د ملیت او هویت یادونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې د نیول شویو کسانو له هستوګنځایونو څخه یو شمېر اسناد ترلاسه شوي دي.
د ترکیې پولیسو د خپل هیواد په څو ولایتونو کې د داعش د غړیو پر ضد هممهاله عملیات څلور ورځې وروسته له دې وکړل چې د مسکو په لمنه کې د یوه کنسرت پر هال په برید کې تر ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول.
د دې برید مسوولیت داعش سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.