د کډوالۍ نړیواله اداره: تېره لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کډوال مړه او نادرکه شوي

یو شمېر ناقانونه کډوال

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره ۲۸۵ تنه له خپلو هیوادونو څخه د مهاجرت په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

دې ادارې پرون وویل، تر ټولو ډېر یعني په سلو کې ۶۰ کډوال په سمندرونو کې د ډبېدو له کبله مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې په وینا، په تېرو لسو کلونو کې ۲۸ زره ۸۵۴ تنه د مهاجرت په ترڅ کې بې درکه شوي دي.

د مړیو شویو او بې درکه شویو کډوالو په درو کې یوه برخه هغه کډوال دي چې د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا له جګړو تښتېدلي او هڅه یې کړې چې نورو خوندي هیوادونو ته لاړ شي.

ډېری افغانان ایران ته او یا له ایران څخه ترکیې او همداراز له ترکیې څخه یونان ته د تګ په لارو کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

خو په سمندرونو کې ډېری ډوب شوي کسان د لیبیا او نورو افریقايي هیوادونو وګړي دي چې بیړۍ یې په مدیترانه سمندرګي کې د سمندر څپو لاندې کړي دي.