طالبانو فراه کې یو کس د لواطت په تور په درو وهلی

د فراه ولایت نقشه

د طالبانو د حکومت سترې محکمې نن اعلان وکړ چې د فراه ولایتي محکمې، د لواطت په قضیه کې یو تن په درو وهلی دی.

سترې محکمې په یوه بیان کې ویلي دي چې دې کس ته د ۳۰ درو او ۶ میاشتې حبس سزا ورکړل شوه، خو دا یې نه دي ویلي چې آیا دا کس په عام محضر کې په درو وهل شوی که نه؟

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده په یوه وینا کې چې په روانه اوونۍ کې خپره شوه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به شرعي حدود عملي کړي.

هغه په خاص ډول د اخلاقي سرغړونو لپاره د سنګسار او په عام محضر کې د درو په وسیله د وهلو د حکم پر تطبیق ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق پرون د طالبانو د لوی مشر د څرګندونو له کبله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ملګري ملتونه د طالبانو له خوا له ښځو سره د فرمانونو په اساس د ناوړه چلند له کبله سخته اندېښنه لري.

په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو مدافع فعالانو هم د طالبانو د لوی مشر وینا ته تند غبرګون ښودلی دی.