د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی کابل کې له خپله کوره د ښاغلي حکمتیار ایستل او بل ځای ته لېږدول هغه ته بې احترامي بللې ده.
حبیب الرحمان حکمتیار تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د حزب اسلامي مشر ته د دارالامان کور د هغې هوکړې له مخې ورکړل شوی و چې له پخواني مخلوع دولت سره یې د ټولو اړخونو په حضور کې لاسلیک کړې وه.
د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې پرون ازادي راډیو ته وویل چې د حکمتیار دغه کور د دفاع وزارت ملکیت و، نو ځکه ترې واخیستل شو او هغه بل مناسب ځای ته ولېږدول شو.
د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو پر تګلارو کلکې نیوکې کړي او ویلې یې دي، وزیران یې پر خپلو وزارتونو کنټرول نه لري او کابینه د ریس الوزرا تر ریاست لاندې چارې مخته نه بیایي.
هغه د نورو نیوکو ترڅنګ دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت ولې خپلو کسانو ته د ورکړل شویو ملکیتونو په اړه ځواب ورکونکی نه دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د پخواني پرزیدلي جمهوري نظام له ولسمشر سره کابل کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې هغه ته په دارالامان سیمه کې یو کور، ځانګړي ساتونکي او یوشمېر نور امتیازات ورکول شول.