مکرون: داعش فرانسه کې د ناکامو بریدونو څو هڅې کړي دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، هغه وسله وال چې مسکو ته نژدې پر یوه کنسرت د تروریستي برید پرمهال یې لږترلږه ۱۳۷ کسان ووژل د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغې څانګې غړي وو چې په فرانسه کې یې هم په تېرو څو میاشتو کې د تروریستي حملې ناکامې هڅې کړې وې.

ښاغلي مکرون وویل د دې حملې پړه داعش ډلې منلې او د فرانسې د استخباراتو او د دې هېواد د مهمو شریکانو له خوا ورکړل شوي معلومات هم ښيي چې دا د داعش ډلې له خوا پلان او عملي شوی برید و.

مکرون زیاته کړه چې مسکو باید له دې مسئلې څخه د اوکراین پرضد د پلمې په توګه کار وانه خلي :

" موږ باید له هرڅه یوه وسیله جوړه نه کړو. پر اوکراین یرغل شوی چې موږ هم وغانده او سخت یې مخالف یوو او په نتیجه کې یې موږ پر روسیې بندیزونه ولګول او د اوکراین ملاتړ مو وکړ. خو فکر کوم دا به ډېره بدبیني او د روسیې او د هغې د وګړو د امنیت لپاره بې ګتې کار وي که له دې حملې څخه د اوکراین پرضد د یوې پلمې په توګه واخیستل شي."

روسیه د متحدوایالتونو دا ارزونه نه مني چې دا حمله اسلامي دولت ډلې تنظیم کړې وه او پرون یې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د دې برید مسوول اوکراین دی.