روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مخدرو موادو د رواني اغېزو په اړه غونډه وکړه

یو شمېر معتادان

په ویانا کې د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو د کمیسیون د ۶۷مې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کارولو له کبله د رامنځ ته شویو رواني ستونزو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO، د ملګروملتونو د مخدر موادو او جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې، اروپايي ټولنې او جاپان په مرسته جوړه کړې وه په افغانستان کې د رواني روغتیا او د هغو ناوړه اغېزو په اړه بحث وشو چې مخدرمواد یې پر افغاني ټولنې لري.

په دې غونډه کې ۱۴۰ کسانو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.

ویناوالو په افغانستان کې د رواني روغتیا او د مخدرو موادو د مصرف د ناوړه اغیزو د مخنیوي اړوندو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د نیمګړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

دوی همداراز د مخدرو موادو له معتادانو سره د تبعیضي چلند د مخنیوي لپاره د همغږو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې بحث کې د وقایې او علاج د نیمګړتیاوو او د متخصصو طبي کادرونو د نشتوالي د ستونزو یادونه هم وشوه.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې په ۲۰۲۳ کال کې خپور شو په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیون کسان د مخدرو موادو د کارولو له کبله اغېزمن شوي.