په امنیت شورا کې د غزې جګړې په اړه د سمدستي اوربند طرحه تایید شوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نننۍ غونډې انځور

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې نن د مارچ ۲۵مه په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړه کې د سمدستي اوربند طرحه تایید شوه.

دې طرحې ته که څه هم امریکا ممتنع رایه ورکړې، خو د امنیت شورا نورو ۱۴ غړو دا طرحه تایید کړې ده.

په طرحه کې له حماس ډلې غوښتل شوي چې بې له قید او شرطه ټول برمته شوي کسان خوشې کړي.

امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

دا طرحه له دې وړاندې څو ځلې د امریکا له خوا د منفي رایې د کارولو له کبله رد شوې وه.