امیري: طالبان دې د بندي او تري تم شویو کسانو کورنیو ته ځواب ورکوونکي ووسي

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د توقیف شویو او تري تم شویو کسانو کورنیو ته ځواب ورکوونکي ووسي.

رینا امیري له حقیقته د خبرېدو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون د مارچ په ۲۴مه ونمانځل شوه، دغه څرګندونې کړې دي.

هغې که څه هم نه دي ویلي چې څه شمېر کسان په افغانستان کې د طالبانو له خوا توقیف او تري تم دي، خو زیاته کړې ده چې یوشمېر کورنۍ د خپلو غړو د تري تم کېدو او توقیف ځایونو د موندلو هڅه کوي.

د راپورونو له مخې له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د افغانستان د خودجوشه ښځو د غورځنګ غړې منیژه صدیقي او د تعلیم دوه فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د طالبانو د استخباراتو په توقیف کې دي او برخه لیک یې معلوم نه دی.

د طالبانو استخبارات هم په اسانه د دوی له خوا د توقیف شویو کسانو د ځای ځایږي په اړه معلومات نه ورکوي.