د مسکو د وروستۍ حملې په تړاو څلور مشکوک کسان د تروریزم په اعمالو تورن شول

د مسکو پر یوه سالون د وروستۍ حملې یو مشکوک کس د پولیسو له لوري محکمې ته لېږدول کېږي.

د روسیې د پلازمېنې مسکو پر یوه سالون د تروریستي حملې په تړاو څلور مشکوک کسان د تروریزم په اعمالو تورن شول.

د مسکو یوې محکمې پرون حکم ورکړ چې دغه کسان دې تر محاکمې مخکې دوې میاشتې په توقیف کې وساتل شي.

محکمې ویلي چې دغه څلور کسان د تاجکستان وګړي دي.

په همدې حال کې د روسیې چارواکي وايي، په مسکو کې د جمعې ورځې په ډله ییزه حمله کې د وژل شویو شمېر ۱۳۷ ته زیات شو، مخکې دغه شمېر ۱۳۳ و.

د روسیې تحقیقاتي کمېتې پرون یکشنبه ویلي چې په وژل شویو کې ۳ تنه ماشومان هم شامل دي.

د دې کمېټې په وینا د ۶۲ مړو هویت تر اوسه تثبیت شوی دی.

پرون یکشنبه د دې حملې له کبله، چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی، په روسیه کې ملي ماتم و.

د هغې حملې په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي چې څلور تنه یې مشکوک حمله کوونکي ګڼل شوي دي.