د فلسطین سره میاشت: اسراییلي ځواکونو دوه نور روغتونونه هم کلابند کړي

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې پرون وویل چې اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوب کې دوه نور روغتونونه هم کلابند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي پوځیانو له شا و خوا یوې اوونۍ د حماس ډلې د وسله‌والو په نښه کولو په هدف، د غزې د عمده روغتون الشفا په شاوخوا کې خپلې جګړې ته شدت ورکړی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه، توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

له کله چې په اکټوبر میاشت کې په غزه کې جګړه پیل شوې، اسراییل پر روغتونونو او د روغتونونو په شاوخوا کې خپلې چاپې زیاتې کړي دي.

اسراییل وايي د حماس ډلې جنګیالي په روغتیايي مرکزونو کې فعالیت کوي، هغه تور چې حماس ډلې رد کړی دی.

د فلسطین سره میاشت وايي، د اسراییل پوځي موټرونه د غزې د جنوب په خان یونس کې ناصر او الامل روغتونونو ته نږدې شوې دي.

پرون له دې سیمې د سختو بمباریو او وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.