د مسکو په وروستۍ ډله‌ییزه حمله کې د وژل شویو شمېر ۱۳۷ ته ورسېد

په مسکو کې د جمعې ورځې په حمله کې چې د کنسرت پر مهال وشوه لسګونه کسان مړه او ټپیان دي او دغه راز داعش یې مسوولیت منلی دی.

د روسیې چارواکي وايي، په مسکو کې د جمعې ورځې په ډله‌ییزه حمله کې د وژل شویو شمېر ۱۳۷ ته زیات شو، مخکې دغه شمېر ۱۳۳ و.

د روسیې تحقیقاتي کمېتې پرون یکشنبه ویلي چې په وژل شویو کې ۳ تنه ماشومان هم شامل دي.

د دې کمېټې په وینا د ۶۲ مړو هویت تر اوسه تثبیت شوی دی.

پرون یکشنبه د دې حملې له کبله، چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی، په روسیه کې ملي ماتم و.