په اسیردوف ښارګوټي د روسي توغندي لګېدل؛ پولنډ په دې تړاو له روسیې وضاحت غوښتی

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

پولنډ د روسیې له لوري په یوه کروز توغندي د خپل هوايي حریم د سرغړونې په اړه وضاحت وغوښت.

پولنډ، چې د ناټو غړی دی، نن یکشنبې وویل چې د روسیې یو کروز توغندی د دغه هېواد په اسیردوف ښارګوټي کې لګېدلی او خپل هوايي مدافع سیستم یې تیارسی کړی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پاول ورونسکي په یوه اعلامیه کې د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې له مسکو څخه د توضیح غوښتنه وکړه، ویې ویل: 'د روسیې له فدراسیونه غواړي چې د اوکراین د خلکو او خاورې پر ضد خپلې تروریستي هوايي حملې پای ته ورسوي، جګړه ودروي او خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي."