تورخم دروازه د خلکو په مخه وتړل شوه

تورخم دروازه

د طالبانو د حکومت د تورخم کميسار مولوي عبدالجبار حکمت ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان پوځيانو د خپل‌منځي شخړې له امله د تورخم دروازه د خلکو په مخه تړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

" نن د سهار له لسو بجو راهيسې، دوی خپلو کې جنجال وکړ، دروازه تړل شوې ده، دروازه د خلکو په مخه تړلې ده، موټرې او ناروغانو لپاره نه‌ده بنده، خو د عامو خلکو په مخه تړلې ده."

نوموړی وايي، دوی له پاکستاني لوري سره په اړيکه کې دي، څو دروازه بیرته پرانيستل شي.

مولوي عبدالجبار حکمت ازادي راډيو ته يوه ويډيو هم استولی چې په‌کې ليدل کېږي، د تورخم دروازې بلې غاړې ته پاکستاني پوځيان خپلو کې په جنجال بوخت دي.

بل پلو د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر هم د باختر اژانس په حواله ويلي چې د تورخم دروازه نن د مسافرو په مخه تړل شوې ده.

تر دې مخکې هم تورخم دروازه د بېلابېلو نښتو او امنيتي ستونزو له امله په ځلونه تړل شوې ده.