غزه؛ د عمده روغتون په شا و خوا کې پرون هم جګړې وې

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د غزې د عمده روغتون په شا و خوا کې پرون شنبه هم جګړې روانې وې او اسرائیل وايي تر اوسه یې پر دغه روغتون د پراخې چاپې پر مهال تر ۱۷۰ زیات وسلوال وژلي دي.

د فلسطینیانو روغتیا وزارت بیا وايي، دغه چاپه د پنځو ناروغانو د مړینې سبب شوې هم ده.

د حماس ډلې پوځي ځانګه چې اسلامي جهاد وايي د دوی جګړه مار په غزه ښار کې له الشفا روغتون بهر له اسرائیلي ځواکونو سره په جګړه اوښتي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان کړې ده.

حماس دا نه مني چې په روغتون کې دننه دې دوی حضور ولري.

د اسرائیل پوځیانو د تېرې دوشنبې پر سهار پر الشفا روغتون چاپه واچوله.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي د اکتوبر میاشتې له اوومې په روانه جګړه کې تر ۳۲زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.