سایوز ام. اس فضايي بېړۍ لېږدوونکی توغندی فضا ته وتوغول شو

د الوتنې شېبې

د سایوز ام. اس په نوم د فضايي بېړۍ لېږدوونکی توغندی چې درې ستورمزلي په کې وو پرون فضا ته وتوغول شو.

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ستورمزلي د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او بېلاروس دي.

دغه فضايي بېړۍ پرون د قزاقستان له بایکونور تمځي نړیوال فضايي تمځي ته وتوغول شوه.

په پام کې وه، د فضايي بېړۍ دغه لېږدوونکی توغندی د تېرې پنج شنبې په ورځ وتوغول شي، خو تر الوتنې ۲۱ ثانیې مخکې یې الوتنه د هغې په سیسټمونو کې د برېښنا د ولټاژ د کمېدو له کبله لغوه شوه.