تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ وبلل شو

د پنجشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې د کابلبانک مخې ته د شوې چاودنې له کبله تر شلو ډېر کسان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي چې تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت په وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

امنیت شورا دا خبره په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وروسته تر دې وکړه چې د پنجشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې د کابل بانک مخې ته ځان وژونکی برید وشو.

د یو شمېر ځایي سرچینو په وینا، په دې حمله کې تر شلو ډېر کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپیان شول، خو د طالبانو د کندهار امنیه قومانداني د تلفاتو شمیر درې تنه یاد کړی او وایي چې دیارلس تنه نور په دې چاودنه کې ټپيان شوې دي.