د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د کندهار وروستۍ پېښه وغندله

د پاکستان بیرغ

وروسته له دې چې د متحدوایالتونو په ګډون ګڼو هېوادونو په کندهار ولایت کې د پنجشنبې ورځې حمله وغندله، د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت هم پرږم وویل چې دا حمله په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا ناوخته په یوه بیان کې وویل، د پاکستان حکومت او خلک د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښيي، خو په بیان کې راغلي چې د پاکستان ټینګار دا دی چې تروریزم په هره بڼه او په هر هدف چې وي، غندي.

پاکستان ویلي چې دا یوه ګډه اندېښنه ده او باید دواړه هېوادونه یې په ګډه حل کړي.

له دې مخکې ملګروملتونو او همداراز متحدوایالتونو، ایران، قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین او ځینو نورو هېوادونو هم دا حمله غندلې وه.

په کندهار ښار کې د وري د دوهمې نېټې په برید کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ومانه، د ځايي سرچینو په حواله تر ۲۱ پورې کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي، خو په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وژلي شوي ۳ او ټپیان ۱۲ تنه ښودلي دي.