اروپايي ټولنې پر لسګونه روسي چارواکو تازه بندیزونه لګولي

د اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه

اروپايي ټولنې د کریملین د مخالف الکسي ناوالني د مرموزې مړینې په تړاو پر لسګونه روسي چارواکو تازه بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د رژیم په وسیله د ناوالني وژنه د بشر ژوند ته د دې رژیم پوره بې پروايي ښيي.

بوریل زیاتوي چې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه په روسیه کې د بشري حقونو د سرغړونو د پرله پسې مواردو په خاطر د روسیې له سیاسي مشرتابه او چارواکو سره د حساب کتاب ښکارندويي کوي.

د بوریل په وینا په دې ټول پوهېږي چې پوتین روسیه نه دی او روسیه پوتین نه ده، نو ځکه اروپايي ټولنه د روسیې د مدني ټولنو او خپلواکو غږونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه په مرموز ډول په زندان کې مړ شو چې دې خبرې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د مدافع ډلو پراخ غبرګونونه وپارول.