روسیې او چین د غزې د اوربند په تړاو د امریکا د پرېکړه‌لیک مسوده ویټو کړه

د غزې په تړاو د امنیت شورا د غونډې تازه انځور

روسیې او چین نن د مارچ ۲۲مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا پرېکړه‌لیک مسوده ویټو کړه.

مسکو، واشنګټن تورن کړې چې پر اسراییلو فشار نه اچوي.

امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

حماس ډلې د اکټوبر پر ۷مه پر اسراییلو برید وکړ چې اسراییل يې په ځواب کې پر غزې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې تراوسه د حماس تر کنټرول لاندې د عامي روغتیا وزارت د معلومات له مخې ۳۲ زره کسان په کې وژل شوي او په زرهاوو نور ټپیان شوي دي.