په پنځو میاشتو کې نژدې ۱۶ میلیونه افغانان د خوړو ناامنۍ سره مخ بلل شوي

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال سازمان یا "ډبلیو‌ایف‌پي" وايي، اټکل کېږي د ۲۰۲۳ کال د نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې نژدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو.

د ملګرو ملتونو د دې سازمان په راپور کې چې پرون خپور شوی، راغلي چې څلور میلیونه کسان له ډله يې ۳،۲ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

د "ډبلیو‌ایف‌پي" په خبره، په ۲۰۲۴ کال کې نژدې څلور میلیونه افغانان سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان پر بنسټ، د افغانستان د خوړو نه خوندیتوب لا هم دوام لري او د ۲۰۲۴ کال په لومړینو میاشتو کې د هېواد ۴۰ سلنه نفوس چې نژدې ۱۶ میلیونه کسان کېږي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شوي دي.

دې ادارې اټکل کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې له پاکستانه او ایرانه به نژدې دوه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

ملګري ملتونه وايي، څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.