د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تېر مالي کال کې د وړم کال په پرتله ۶ سلنه لږ صادرات درلودل.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېر کال افغانستان د یو میلیارد او ۸۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ډېره برخه یې پنبه، وچ انځر، ممیز، ینجه، د ینجې تخم، پیاز، وچه او لنده میوه او زعفران وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اساس، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې افغانستان د شاوخوا ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات کړي چې ډېره برخه یې له ایران، پاکستان، تاجکستان، متحده عربي امارات او ترکمنستان څخه وارد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د سې شنبې په ورځ په یوه تازه سروې کې وویل چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د افغان سوداګرو اندېښنې په زیاتېدو دي.