د بېلاروس له زندانونو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د بېلاروس بیرغ

د نوبل د جایزې یو شمېر ګټونکو هغه لیک لاسلیک کړی چې د ۲۰۲۲ کال د سولې د نوبل د جایزې د ګټونکي الیس بیالیاتسکي په ګډون د بېلاروس له زندانونو څخه د سلګونه سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه په کې شوې.

په دې لیک کې چې بېلاروسۍ لیکوالې سویتلانا الکسیوویچ، د روسیې خپلواک خبریال دیمیتري مراتوف او د نوبل جایزې ۲۵ نورو ګټونکو لاسلیک کړی، راغلي چې په بېلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا له واکمنېدو وروسته له ۵۰ زرو ډېر کسان د سیاسي اقداماتو په ترڅ کې ځپل شوي، سلګونه زره نور له هېواده وتلو ته اړ شوي او زرګونه نور شکنجه شوي دي.

په لیک کې یادونه شوې چې په دې ډله کې ژورنالیستان، استادان، ښوونکي، ډاکټران، موزیک غږوونکي، کارګران، محصلان، ټولنیز شخصیتونه او د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي الیس بیالیاتسکي په ګډون د بشري حقونو سلګونه مدافع فعالان شامل دي.

لوکاشینکا چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې په قدرت کې دی، له خپلو مخالفانو سره له خبرو دډه کړې او د اپوزیسیون اکثر مشران یا نیول شوي او یا له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.