په کندهار کې د ځان وژونکي برید له کبله د مړو شمېر ۱۹ ته رسېدلی

کندهار کې د کابل بانک مخې ته د شوې پېښې وروسته د سیمې یو انځور

په کندهار کې د نننۍ ځان وژونکي برید د مړو شمېر ۱۹ ته لوړ شو.

د کندهار په میرویس روغتون کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دې روغتون ته ۱۹ مړي او ۱۸ ټپیان راوړل شوي دي.

له دې مخکې په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې د پېښې د مړو شمېر ۳ او د ټپیان شمېر ۱۳ تنه ښودلی و.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل چې دا یو ځان وژونکی برید و چې د ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل‌بانک د ودانۍ مخې ته وشوه.

د هغه په وینا، د دې چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وو چې د کابلبانک له دې څانګې څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره انتظار و.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو له دې مخکې د کندهار د امام بارګاه په جومات کې د ځان وژونکې حملې په ګډون د دې ډول نورو حملو پړه د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې ده.