د اوکراین چارواکي: پر کییف د روسیې توغنديز بريدونه شنډ شوي

په کييف کې يوه ويشتل شوې سيمه

د کیف ښاروال وايي نن هغه مهال چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې یو لوی توغندی وویشت ۱۰ کسان د دې توغندي په چرو ټپیان شول.

ویتالي کلیچکو وویل، په ټپیانو کې یوه یوولس کلنه نجلۍ هم شامله ده.

بل خوا د اوکراین هوايي ځواک پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې نن سهار وختي یې د هوايي مدافعې د سیسټم په وسیله ۳۱ روسي توغندي نسکور کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې روسي ځواکونو پر پلازمېنه کییف د دوو لویو اسکندر ډوله بالستیک توغندیو او د ۲۹ کروز توغندیو په وسیله برید وکړ، خو د بیان له مخې واړه توغندي وویشتل شول او له منځه ولاړل.