د پاکستان د دفاع وزیر وايي، که د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو TTP د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي، نو اسلام آباد به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د سوداګرۍ مخه ډب کړي.
خواجه آصف بېګا له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، که افغانستان له پاکستان سره د یوه دښمن په څېر چلند کوي، نو دوی ولې باید سوداګریز دهلیز ورکړي؟
نوموړی وايي، د ټي ټي پي چې د ده په وینا، په افغانستان کې ځالې لري بهرني تروریستي فعالیتونه خورا زیات شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستاني الوتکو د دوشنبې ورځې په سهار د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې پر دوو کورونو بمباري وکړه.
د طالبانو حکومت په دې حملو کې د ۸ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ، خو پاکستان ادعا کړې چې په دې بمباریو کې یې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د سخت دریځو پټنځایونه په نښه کړي دي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وویل د پاکستان د بریدونو په ځواب کې یې ډیورند کرښې ته نژدې، د پاکستان یوشمېر پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.