تازه: کندهار کې چاودنې ۴ تنه وژلي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند له نوي کابل بانک سره د نن سهار په چاودنه کې څلور کسان وژل شوې او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د مرګ ژوبلې دغه شمېرې د میرویس روغتون یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس انعام الله سمنګاني په چاودنه کې د یو شمیر کسانو د ټپي کېدو تایید کړی.

نوموړي ویلي:

" زه شفاخانه کې یم، دلته مې له مسولانو او ډاکټر صاحبانو سره خبرې وشوې. ځینې ملګري غږونه کوي چې ځان شفاخانې ته ورسوی او وینه ورکړی، فلحال دې هیڅوک شفاخانې ته نه راځي، مشکل نشته، زخمیان هم چې څو تنه دي، سطحي دي."

ویل کیږي د چاودنې په سیمه کې طالبانو له کابل بانک څخه معاشونه تر لاسه کول چې پېښه رامنځ ته شوه.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم شوی نه دی او تر دې دمه یې مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.