د طالبانو د لوی درستیز مرستیال: پاکستان دې نور موږ سره زور ازمایي نه کوي

له ارشیفه د طالبانو د یوشمېر ځواکونو تصویر

د طالبانو د حکومت د لوی درستیز مرستیال پاکستان ته ګواښ کوي چې نور دې له دوی سره زور نه ازمایي.

د افغانستان د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، مالي خان صدیق پرون د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، دوی کولای شي د پاکستان او بل هر ګاونډي برید ته متقابل ځواب ورکړي.

" هر همسایه چې مونږ سره زور ازمایي، که پاکستان دی که بل دی، زه وایم زور ازمایلو ته ضرورت نشته، سمه ده چې مونږ به له دې ځایه اسلام اباد ونه شو ویشتلی او داسی شی به نه وي راسره، خو چې هلته ماته په سل مترۍ کې پروت وي، ولا که ژوند رانه وکړي."

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې پاکستاني الوتکو د تېرې دوشنبې سهار وختي په خوست او پکتیکا کې ځینې سیمې بمبار کړې او ادعا یې وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان هدفونه یې ویشتلي دي.

په هغو بریدونو کې د طالبانو حکومت د ۸ ملکیانو د وژلو خبره وکړه.

په همغې ورځ د طالبانو دفاع وزارت وویل چې د بریدونو په غچ کې یې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان یوشمېر پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.