ملګري ملتونه: روسیې د اوکراین په اشغال کړي قلمرو کې بندي کړي کسان شکنجه کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي، روسیې د اوکراین په اشغال شوي قلمرو کې خلک شکنجه کړي او په خپلسري ډول نیولي دي.

د دغه دفتر په وینا دغو اقداماتو هلته د وېرې فضا حاکمه کړي او اوکرایني هویت یې تر فشار لاندې راوستلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، له کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د اوکراین په جنوب او ختیځ کې یې پراخې سیمې نیولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پرون چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، دغه اطلاعات یې د ۲۳۰۰ کسانو د مرکو پر اساس برابر کړي دي.

په دغه راپور کې مسکو په اوکراین کې له بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن شوی، خو د روسیې حکومت په دې باب عکس العمل نه دی ښوولی.