نوروز؛ د کابل په سخي زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسم ترسره شوي

ارشیف: په کارته سخي زیارت کې د زیارت د جنډې پورته کولو په مخکینیو مراسمو یو انځور

په کابل کې نن د نوروز یا نوي کال په مناسبت د سخي په زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسم ترسره شوي دي.

سلګونه کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

طالبانو د دغې ورځې د رسمي نمانځنې مراسم او رخصتي لغوه کړي.

هر کال په دې ورځ په مزار شریف کې د جنډې پورته کولو شانداره مراسم جوړېدل، خو سږ کال تر دې شېبې له مزار شریف څخه د داسې مراسمو راپور نه دی ورکړل شوی.