د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ په سفر روان شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د مارچ په شلمه د منځني ختیځ په سفر روان شو.

دا له کله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، دا سیمې ته د بلېنکن شپږم سفر دی.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

رویټرز اژانس لیکلي، بلېنکن به په دې سفر کې هڅه وکړي چې د غزې د جګړې د لنډمهاله دمې او د برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو په سر دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، بلېنکن به په جده کې د سعودي عربستان او قاهره کې له مصري چارواکو سره هم وګوري.