له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو له حضور پرته بیا د افغانستان تعلیمي کال پيل شو

د افغانستان یو ښوونځی - ارشیف

په افغانستان کې نن چهارشنبه ( د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري په لومړۍ نیټه) نوی تعلیمي کال پيل شو، خو دا پرله پسې درېیم کال دی چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو نه ګرځول شوي.

فرانس پریس خبري اژانس د طالبانو د پوهنې وزارت په حواله لیکلي چې سږنی تعلیمي کال په کابل کې د ښونځي په زنګ کړنګولو سره پيل شو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او شاوخوا کال وروسته یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د طالبانو چارواکو په ظاهره د شرایطو د برابرولو په دلیل د نجونو پر مخ ښوونیز او تحصیلي مرکزونه تړلي، خو نیوکه کوونکي وایي، د شرایطو برابرول میاشتې وخت غواړي، نه کلونه.

ملګرو ملتونو او بېلابېلو نورو سازمانونو او هېوادونو د طالبانو له حکومته پرله پسې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق غوښتنه کړې، خو لا هم عملي شوې نه ده.