امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت همکارانو ته د ځانګړو ویزو شمېر زیاتوي

تصویر له ارشیفه

د ولسمشر جوبایډن اداره د استازو په جرګه کې له جمهوریپالو وکیلانو سره یوې موافقې ته رسېدلې چې له مخې یې د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي ماموریت سره یې مرسته کړې په متحدو ایالتونو کې د ژوند کولو د ویزو شمېر زیاتېږي.

تمه ده په راروانه اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې تر کلیزې پورې د هغو کسانو شمېر ۳۸۵۰۰ ته ورسېږي چې د کانګرس د پرېکړې له مخې د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا SIV مستحق بللي شوي وو.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوریپال مایکل مککال پرون وویل چې د نوې موافقې په اساس ۱۲ زره نورو افغانانو ته هم د امریکا ویزې ورکول کېږي.

د بایډن ادارې او د سنا ډیموکراتانو د شل زرو ویزو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې چې تر اتیازرو پورې افغانانو د امریکا د ویزو غوښتنه کړې.