د ټرمپ سلاکار د کانګرس پر ودانۍ د برید د جرمونو په تور زنداني شو

د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۶ مه، پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی سلاکار پیټر ناوارو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د جنورۍ د شپږمې نېټې د برید اړوندو جرایمو په خاطر په زندان محکوم شو.

ناوارو، د ټرمپ د ادارې لومړی جګپوړی چارواکی دی چې له څلورو میاشتو بند سره مخ کېږي.

هغه تورن دی چې د کانګرس یوې پلټونکې کمېټې ته یې ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د کانګرس په ودانۍ یا کپېټول هیل د ټرمپ د پلویانو د بغاوت په اړه د څېړنو لپاره د ځینو اسنادو له ورکولو څخه انکار کړی دی.

په میامي کې فدرالي زندان ته تر تګ دمخه خبریالانو سره په خبرو کې، ناوارو له عدلي سیسټمه د وسلې په توګه پر کار اخیستلو نیوکه وکړه.