چک جمهوریت اوکراین ته د نورو وسلو او مهماتو د استولو د پلان خبر ورکړ

اوکرایني سرتېري له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې

د چک ولسمشر وايي، هېواد یې هڅه کوي له هر ځایه چې کېږي مهمات ترلاسه کړي او اوکراین ته یې ورسوي.

پیټر پاول د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۹) په پلازمېنه پراګ کې په یوه خبري کنفرانس کې د ازادي راډیو د اوکرایني برخې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

" اوکراین اوس مهماتو ته اړتیا لري. موږ نشو کولی د اروپایی شرکتونو چمتو کیدو ته انتظار وباسو. له همدې امله موږ هڅه کوو چې له هر ځای څخه مهمات ترلاسه کړو او اوکراین ته یې وسپارو. په نږدې راتلونکي کې به اروپایي شرکتونه وتوانیږي په کافي اندازه مهمات ترلاسه کړي څو د اروپايي هیوادونو ذخیرې ډکې کړي او د اړتیا په صورت کې اوکراین ته هم مهمات ورسوي."

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له غیرموجه برید وروسته، د چک جمهوریت چې د ناټو غړی دی، د اوکراین نږدې متحد پاتې شوی او مرستې یې ورسره کړي دي.