د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د باران او واورو د اورښت اټکل کړی دی.

د دغه وزارت د اعلاميې له مخې، نن د ١٤٠٣ لمريز کال د وري/حمل په لومړۍ نېټه به په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غزني، دايکندي، غور، بادغيس، فارياب جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او بامیان کې د واورې او بارانونو د اورېدو وړاندوینه شوې ده.

پرون د ۱۴۰۲ کال د کب وروستۍ ورځ د افغانستان ځینې سیمې د سختو واورو شاهدې وې.

یوه تازه سروې ښيي چې د تېرو څو اوونیو له واورې ورېدو وروسته د افغانستان په شمال کې د اوبو زېرمې د پام وړ زیاتې شوي.

د امو سیندیزې حوزې اړوند سیمو کې سږ کال د تېر کال په پرتله ډېره واوره شوې او په سیندونو کې به د اوبو کچه ۲۷فیصده زیاته شي.