سویډن کمېټه: په افغانستان کې د خپلو زرګونو کارکوونکو راتلونکې ته اندېښمن یوو

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې لوګو

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي د خپلو نږدې اوه زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.

دې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې چې اکثر دا کارکوونکي یې د خپلو کورنیو نفقه ګټي، خو اوس به د کمېټې د کارونو په ځنډ سره زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شي.

سوېډن کمېټې څو ورځې مخکې خبر ورکړی و چې په افغانستان کې خپل خدمات ځنډوي.

دې کمېټې په خپله پرونۍ اعلامیه کې هم ویلي چې د فعالیتونو په ځنډېدو سره یې میلیونونه اړمن کسان له مرستو بې برخې کېږي.

د دې کمېټې په خبره، له څلورو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې شاوخوا درېیو میلیونو کسانو ته د روغتیا، تعلیم او تربیې، معلولینو ته د خدماتو او اړمنو ته د مرستو پروګرامونه مخته وړل.

د سوېډن کمېټې ویلي طالبانو وروسته له هغه د دوی د فعالیتونو په وړاندې محدودیت رامنځته کړ چې په جون میاشت کې په ستاکهولم کې د قرآن پاک نسخې وسوځول شوې.

سوېډن کمېټې ویلي د قرآن سوځولو پېښه په کلکه غندي او دا کار په اسلامي عقیدې یو ښکاره برید بولي.