اوکراین؛ خرسون کې د روسیې بریدونو ۳ ملکي وګړي وژلي

اوکرایني ځواکونه د یوه برید په سیمه کې

د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیې د توپچي حملو په نتیجه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین نن وویل چې د دې حملو پرمهال د استوګنې دوه لوړپوړیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د دونېڅک سیمې والي وادیم فیلاشکین هم د روسي ځواکونو د توپچي ځواکونو په عملیاتو کې د یو تن د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په عین حال کې د اوکراین سمندري ځواکونو د اودیسا د جنوبي سیمې په فضا کې د روسیې د دوو بې پیلوټه کشفي الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی دی.