د کندهار په ګډون د افغانستان یو شمېر سیمې نن یوې زلزلې ولړزولې

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې وه، نن د کندهار په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې احساس شوه.

د کندهار، هلمند او د بلوچستان ایالت د چمن سیمو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې نن د سهار په ۵ بجو او ۵ دقیقو یې د زلزلې ټکانونه احساس کړل.

دوی وویل چې د زلزلې شدت کم و، خو ځینې کسان له وېرې د څو شېبو لپاره له خپلو کورونو ووتل.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د مځکې په ۱۰ کیلومتره ژور تل کې و.

له دې چې د زلزلې مرکز ډېر ژور نه و، نو ټکانونه یې هم د زلزلې مرکز ته نژدې شدید او لیرې کم وو.

د دې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.