اوکراین: د روسیې ۱۷ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

اوکراین وايي، د هوایي مدافعې ځواک یې د روسیې له هغو ۲۲ ډرونونو څخه چې د دې هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې ؛ ۱۷ ویشتلي او له منځه وړي دي.

د اوکراین پوځ نن پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې چې دا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کییف، پولتاوا، خمیل نیتڅکي، چرکاسي، کیرو ووهراد، دنیپرو پتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شوې.

د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پر خارکییف او سومي سیمو هم د ۷ توغندیو په وسیله حملې وشوې.

د اوکراین پوځ د دې حملو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سومي سیمې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د سیمې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.