د مقاومت جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۲ طالب ځواکونه وژلي

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې په شپه یې په کابل کې دوه طالب ځواکونه وژلي دي.

دې جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دا دوه غړي یې د کابل په هودخېلو کې هدف ګرځولي.

په دې اړوند مقاومت جبهې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې په یوه موټر کې چاودنه ښيي.

تر دې مخکې هم د راپورونو له مخې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ځینو چک پاینټونو د لاسي بمونو بریدونه شوي.

طالبانو د بېګاني برید په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په اکثرو داسې بریدونو کې چې د مقاومت یا ازادۍ جبهو یې ادعاوې کړي وراوښتې مرګژوبله رد کړې ده.