چین افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

په کابل کې د چین سفارت

د طالبانو حکومت وایي په کابل کې د چین سفیر ژمنه کړې چې افغان ځوانانو ته به تحصیلي بورسونه برابروي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.

په بیان کې د ژاو شینګ په حواله راغلي چې هېواد یې افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.

د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د چین سفیر همداراز د اقتصادي اړیکو په پراختیا او د مس عینک د کان په اړه هم خبرې کړي.

مولوي کبیر په حواله راغلي چې د طالبانو حکومت له چین څخه د لا زیاتو اقتصادي همکاریو تمه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلیو او نورو لویو پروژو کې پانګونه وکړي.