د خبریالانو مرکز: په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت خراب شوی دی

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په روان ۱۴۰۲ لمریز کال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت خراب شوی دی.

دغه مرکز نن د «خبریال ملي ورځې» په مناسبت په خپله اعلامیه کې ویلي، سږکال هم په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د ازادۍ او اساسي حقونو د سطحې له نظره له سختو محدودیتونو سره مخامخ وو او له حقونو یې په پراخه پیمانه سرغړونه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یا (AFJC) د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او تېر کال په نسبت د خبریالانو نیول تر هغه په شدت دوام وکړ.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې. په ۱۴۰۲ل کال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۳۹پېښې ثبت شوي چې په هغو کې د ګواښلو ۸۰ او د خبریالانو د نیولو ۵۹ قضیې شاملې دي.