په هند کې د پارلماني ټاکنو چمتووالی روان دی

د هند د ټاکنیزو کمپاینونویوه څنډه

هند پرون شنبه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به په ملي سطحه ټاکنې د اپرېل پر ۱۹مه پیل شي.

قوي اټکل دا دی چې هندو ملتپال صدراعظم، نرندرا مودي به د درېیمې دورې لپاره دغه ټاکنې وګټي.

په هند کې نږدې یو ملیارد وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او دغه ټاکنې څه باندې ۶ اوونۍ د اپرېل له نولسمې د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې دوام کوي.

دا په نړۍ کې تر ټولو پراخې ټاکنې ګڼل شوې دي.

۷۳ کلن مودي له مخکې غیررسمي کمپاین پیل کړی او تمه لري چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹م کلونو په څېر په ټاکنو کې بریا خپله کړي.