د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې نن پای ته رسیږي

د روسیې د ټاکنیز بهیر یوه څنډه

په روسیه کې نن د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده چې پر مهال یې د درغلیو، ګواښلو او بې نظمیو راپورونه ورکړل شوي دي.

اټکل کېږي، ولادمیر پوتین به چې کوم جدي کاندید یې په وړاندې نه شته، دغه ټاکنې په اسانۍ وګټي او خپله بله شپږکلنه دوره به یقیني کړي.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي، ۱۱۲ ملیونه او درې لکه وګړي په روسیه کې دننه او د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

دغه راز څه کم دوه ملیونه نور روسان چې په بهر کې ژوند کوي، په دغو ټاکنو کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

ګڼو څارونکو د دغو ټاکنو پر شفافیت شک څرګند کړی دی.