په ننګرهار کې یوې مور په یوځل ۵ ماشومان نړۍ ته راوړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

په ننګرهار ولایت کې یوې مور په یو ځل پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي رسنیو ته ویلي چې دې ښځې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د شنبې په ورځ زېږون کړی چې یوه نجلۍ او پاتې څلور يې هلکان دي.

د رحیمي په خبره د نوزېږو ماشومانو او د هغوی د مور وضعه ښه ده.