طالب او پاکستاني چارواکو پر یو شمېر مسایلو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې متقي له اسحاق ډار سره نن په ټیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پرمهال هیله وښوده چې اسحاق ډار به د اسلام اباد او کابل د اړیکو د پياوړي کېدو لپاره رغنده هڅې وکړي.

د پاکستان د حکومت چارواکو د طالبانو حکومت تورن کړی چې د هغو وسله والو مخه نه نیسي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هېواد کې حملې وکړي.