په شمالي وزیرستان کې وسله‌والو ۷ پاکستاني سرتېري وژلي

په شمالي وزیرستان کې پاکستاني ځواکونه

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز په ننني برید کې ۷ سرتېرې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوې دي.

دا حمله نن سهار د میرلي په سیمه کې شوې ده.

د ازادي راډیو مشال څانګې ته د رارسېدلو اطلاعاتو له مخې دا برید د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر څانګې کړی دی.

اسوشېټېډپرېس اژانس بیا لیکي چې د جیش فرسان محمد په نوم یوې نوې وسله‌والې ډلې د حملې مسوولیت منلی دی.