د روسیې په سامارا کې د تېلو دوې تصفیه خانې په نښه شوي

د روسیې په سامارا کې په نښه شوي د تېلو تصفیه خانې

د روسیې د سامارا والي نن وویل چې د اوکراین بې پيلوټه الوتکو په دې ولایت کې د تېلو دوې تصفیه خانې په نښه کړې چې تلفات نه دې اوښتې، خو په یوې تصفیه خانه کې اور لګېدلی دی.

دیمیتري ازاروف په یوه بیان کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړی، زیاته کړې ده چې د ولګا له سیند سره د سیزران د تېلو په تصفیه خانه کې اور لګېدلی، خو د نووکوبیشیف په تصفیه خانه کې یې مخه ونیول شوه.

د سامارا والي دا هم وویل چې له دې دواړو فابریکو څخه کارګران ایستل شوي او چا ته تلفات نه دې اوښتي.