زیلینسکي: اوکرایني ځواکونه به له روسیې غچ واخلي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اوکرایني ځواکونه به د اویسې پر ساحلي ښار د سکندر توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو غچ له روسیې واخلي.

ولودیمیر زیلینسکي پرون پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په اودیسې ښار کې د مرستې او ژغورنې عملیات روان دي.

له دې مخکې د اوکراین لوی څارنوال پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو چې د روسې په برید کې نولس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د دې سیمې والی اولیه کیپر ویلي وو، دا دوه توغندي له کریمیا سیمې څخه توغول شوي وو چې د استوګنې په یوه سیمه راپرېوتل.

نوموړی زیاتوي چې له لومړي توغندي وروسته یو شمېر ډاکتران او د ژغورونکو ډلو غړي سیمې ته رسېدلي وو چې د دوهم توغندي په لګېدو کې ووژل شول.